لاهور۔20 اګست(اے پی پی ) د پاكستان مسلم ليګ (ن) مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي حمزه شهباز وئيلي دي ټكونه كوؤنكي او تورونه لګونكي بايد اول خپل ګرېوان كښې وګوري۔ عمران خان په كومه خله د احتساب خبره كوي۔ د ده ښي اړخ ته قرضې معاف كوؤنكي او ګس اړخ ته د بې وسه خلكو په مزكو قبضه كوؤنكي ولاړ دي۔ د احتساب په تله به ټول تلل وي۔ كه اصل مخونه رامخې ته شول نو خلكو نه به پانامه ليكس هېر شي۔ د عمران د دھرنو ٬ احتجاج او لاريونونو نه ساه وتلې۔ كال 2018 كښې به كاميابي ترلاسه كوؤ۔ حمزه شهبازد بورې والا صوبائي حلقې 232 دورې كولو په مهال ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل حكومت اولس سره كړي لوظونه پاللي دي او په لوډشېډنګ به كه لوئے څښتن ته منظوري وي كال 2018ﺀ كښې قابو ومومو۔
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج