اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د کرونا وبا له مخې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د معاشي ستونزو ازالې لپاره په نړيواله كچه يو جامع او شريكه لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي دا خبرې د ګل په ورځ د آئرلېنډ نائب وزيراعظم او خپل همڅنګ سيمن کوويني سره ټېلي فوني تماس په مهال كړې۔ د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ د كرونا په نړيوال وبائي صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د کرونا وبا له مخې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د معاشي ستونزو ازالې لپاره په نړيواله كچه يو جامع او شريكه لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د دې اندېښمن معاشي صورتحال له مخې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له سهولت وركولو لپاره وزيراعظم عمران خان نړيوالې ورورولۍ ته د ”ډيټ ريليف” وركولو تجويز وركړے ۔ د آئرلېند خارجه وزير د ډيټ ريليف تجويز ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د خپل كوټلي كردار ادا كولو باور وركړو۔ د ووئيل د كرونا وائرس په ضد د واكسين معرفي كېدو نه پس د دې ترلاسه كېدل پرمختللې هېوادونو سره سره پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې هم پكار دي۔ خارجه وزير د آئرلينډ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په مقبوضه جمو و کشمير كښې د كرفيو او د بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزۍ نه هم خبر كړو۔ په دې موقع داوړو خارجه وزيرانو د كرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو او د دې نړيوال چېلنج مخ نيوي لپاره شريكه لائحه خپلولو لپاره شريك مشاورت جاري ساتلو ته اتفاق وكړو ۔
د مخدوم شاہ محمود قرېشي د آئرلېنډ نائب وزيراعظم او خپل همڅنګ سيمن کوويني سره ټېلي فوني تماس٬
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ